دندی شرحه
د لېوال شرکت د انرژي څانګه ټول هېواد کې د لمريزو دړو خپلچارو سمبالګرو (انسټالرو) ته اړتيا لري چې هستوګنيزو او سوداګریزو ځايونو کې به لمريزې دړې سمبالول، ترمیم او ساتلو دندې د قرادادي په ډول ترسره کوي.
سمبالګر کلیدي دندو کې د سایټونو ارزونه چې د لمريزې برېښنا د اړتيا ډاډګيرنه وکړي، د سیسټم کچه او د انرژي جوړول محاسبه کول، د لمريزو دړو چوکاټ سمبالول، د برېښنا د مزو يا تارونو زغلول او ستونزې حل کول، د برېښنا سیسټم چلولو او ساتنې په اړه بيپارانو ته روزنه ورکول دي.غوره نوماند به د لمریز سيستم د سمبالښت ٣-٥ کلنه تجربه ولري، اړونده اسناد او جوازونه بايد ولري، د ٢٥ کيلو وزن پورته کولو توان سره په چت کار کولاى شي، قوي تخنیکي او د ستونزو د حل وړتيا ولري، د بيپارانو سره د ښو اړيکو جوړولو او سيستم په اړه د سپيناوي مهارتونه ولري، د لاسي او بریښنا وسیلو په کارولو کې مهارت ولري، د بريښنا چارو د سمبالښت په اړه قوانين، تګلارې په پاملرنې سره پلي کړي.
د خپلچار لمريزو دړو سمبالګر په ټول افغانستان کې پکار دي چې د تړون له مخې به د اړتيا سره کار کوي او د هستوګنۍ ځاي سره سره نژدي به د لمريزو سيتمونو د سمبالښت، ترميم او ساتنې دندې ورکول کېږي.
خپل پروپايل جوړولو پر وخت تشريح برخه کې وليکئ چې ١ ، ٥ او ١٠کيلوواټه سيسټم چې ١٥٠ تر ٥٥٠ واټه لمريزو دړو او اړوند سامانونو سمبالولو ټولټال په څو افغانۍ کوئ.
همدرانګه وليکئ چې سيستږ کې د ستونزې پروخت د ترميم چارې ورځې په څو افغانۍ ترسره کوئ.